د امریکا د منځمهاله ټاکنو د رایو شمېرنه لا هم روانه ده، خو د لومړنیو شمېرو له مخې، ډیموکرات ګوند د کانګرس په دواړو جرګو کې د اکثریت ترلاسه کولو ادعا کړې ده.
د راپور له مخې، ډیموکراتانو د سنا له ۱۰۰ څوکیو څخه ۵۳ ګټلې دي، چې د اکثریت لپاره له اړینې شمېرې دوه څوکۍ زیاتې دي. په مقابل کې، جمهوري غوښتونکو تر اوسه د سنا ۴۰ څوکۍ خپلې کړې دي.
د استازو په مجلس کې هم ډیموکراتانو د اکثریت لپاره اړینې ۲۱۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکو تر اوسه ۱۲۶ څوکۍ ګټلې دي.
د امریکا د استازو مجلس ټولې ۴۳۵ څوکۍ لري او د اکثریت ترلاسه کولو لپاره ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا ده.
