د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د منګل لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د قمر خیریه بنسټ له لوري د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ شپږ درسي خونې، یوه اداري خونه، درې تشنابونه، د اوبو یوه څاه او د زدهکوونکو لپاره ۴۸ پایې چوکۍ لري.
سرچینه زیاتوي، چې یاد ښوونځی د تورخم ـ جلالاباد لویې لارې په اوږدو کې د مومندرې ولسوالۍ د «هزارناو» په سیمه کې موقعیت لري او ۸۳۶ نجونې او هلکان پکې زدهکړې کوي.
د معلوماتو له مخې، د نوې ودانۍ له جوړېدو مخکې د دغه ښوونځي زدهکوونکو په ازاده فضا او تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کولې.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار په ګڼو سیمو کې لا هم یو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له ورته ستونزو سره مخ دي.
