د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د بغلان ولایت د پلخمري د ډبرو سکرو او د امو سیند نفتي او ګازي حوزې اړوند د جنګل کلان د طبیعي ګازو د اکتشاف، استخراج او پراختیا تړونونه له عزیزي شرکت سره لاسلیک شوي دي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه تړونونه د ۳۰ کلونو لپاره دي او د عملي کېدو په پایله کې به یې د دوو زرو مېګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ، شاوخوا پنځه زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته ویلي، د جنګل کلان د طبیعي ګازو ساحه شاوخوا درې زره کیلومتره مربع مساحت لري او عزیزي شرکت به یې د ۲۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره استخراج او پروسس کړي.
د نوموړي په وینا، د تړون له مخې به عزیزي شرکت د استخراج شویو ګازو ۱۵ سلنه حقالامتیاز او ۷۰ سلنه ګاز د طالبانو حکومت ته ورکوي.
افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه بډای هېواد ګڼل کېږي، خو د دغو زېرمو د استخراج او د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې نشتوالی له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.
