close

طالبان: په افغانستان کې شاوخوا ۳۷۰ رسنۍ فعالې دي

اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي وایي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۷۰ انځوریزې، غږیزې، چاپي او پرلیکه رسنۍ فعالیت کوي.

هغه نن (سې شنبه، ۲۷ د وږي) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د «یو کلنو لاسته راوړنو» په خبري کنفرانس کې دا شمېرې اعلان کړې.

فراهي وویل، چې دا ډله رسنیو ته د دریو اصولو «د ملي ګټو، شرعي اصول او افغاني کلتور رعایتولو» پر اساس د فعالیت اجازه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې ډېرو رسنیو د دې ډلې د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله خپل فعالیتونه درولي دي.

پر دې سربېره، طالبانو د «نور» او «بریا» ټلویزونونو په ګډون د ځینو رسنیو خپرونې هم بندې کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال همداراز زیاته کړه، چې په افغانستان کې ۶۲۰ خبریالانو ته پېژندکارټونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخکې ویلي و، چې د خبریالانو د پېژندنې او د امنیتي ستونزو د مخنیوي لپاره دوی ته پېژندکارټونه وېشي.

مهاجر وویل، چې د دوی له لوري به خبریالانو ته د پېژندکارټونو وېش دوام ولري.

هغه همداراز وویل، چې دوی د یوټیوب چینلونو د فعالیت لپاره طرزالعمل نهایی کړی دی او دا چینلونه باید د دې طرزالعمل له مخې فعالیت وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو په ننني خبري کنفرانس کې همداراز وویل، چې نږدې ۱۰ زره ترانې او نعتونه یې راټول کړي او د ځوانانو د «سیرت او صورت د اصلاح» لپاره یې روزنیز سیمینارونه جوړ کړي دي.

دوی ادعا وکړه چې په وروستي يوه کال کې شاوخوا ۱۰ زره بهرني سیلانیان د افغانستان د تفریحي او تاریخي ځایونو لیدو ته راغلي او شاوخوا ۹ میلیونه کورني سیلانیان یې هم ثبت کړي دي.