close

لغمان کې ناپیژانده کسانو یو ځوان په بې رحمانه ډول وژلی

اطلاعات روز: په لغمان کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت مرکز مهترلام ښار په مربوطاتو کې ناپیژانده وسلوالو یو ځوان له وهلو -ډبولو وروسته وژلی او پښتورګي یې ورڅخه ایستلي دي.

په سیمه کې یو ځایي خبریال د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د «حکمت الله» په نوم دا کمکی ځوان تیره ورځ (دوشنبه،٢٦ د وږي) د مهترلام ښار اړوند «علي خیلو» سیمه کې د ناپیژانده وسلوالو له خوا وژل شوی.

سرچینه زیاتوي ې تر اوسه د یادې پېښې لامل معلوم نه دی چې د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې او که انسان تښتوونکو د یاد ځوان د پښتورګو د پلور په موخه دا کار کړی دی.

ورته مهال په لغمان کې د طالبانو امنیې قومندانۍ هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې جسد یې د لغمان روغتون ته تر انتقال وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

تر دې یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ کې هم د یو ځوان جسد چې په چړو وهل شوی و، ځایي خلکو د جوارو په کروندو کې موندلی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دا ډول مرموزې وژنې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندیښمن کړي دي.