اطلاعات روز: له کندهار څخه ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د عبدالله په نوم يو ۳۳ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.
سرچینې د هویت نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې پېښه نن (دوشنبه، ۹ د چنګاښ) د پنځمې حوزې په «ښوراندام» سيمه کې شوې.
سرچيني ويلي چې د دې کس کور د دولسمي ناحيې د «سيمانو پله» سيمه کې و او د ابجوش جوړولو په سراي کې يې په ۱۸ زره کالدارې چوکيداري کوله.
سرچینې زیاته کړې چې له دې کس څخه ۳ زامن او يوه لور پاته شوي.
دا په داسي حال کې چې دوې ورځې وړاندي هم په کندهار کې يو بل ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې وه.
تراوسه طالبانو د دې تازه پيښې په اړه څه نه دې ويلي.
پر هیواد د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ځان وژنو لړۍ زیاته چټکه شوې چې تر ډېره حده یې لاملونه بې کاري، پر خلګو او کورنیو اقتصادي فشار او له همدې امله زیاتېدونکی رواني فشار یادېږي.