اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې په دې هیواد کې دې د افغان پناه غوښتونکو د «پي او آر» کارتونو د اعتبار موده «سمدستي» وغزوي.
دې بنسټ نن (دوشنبه، ۹ د چنګاښ) پر ایکس همدا راز د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د شړلو برنامه دې لغو کړي.
«پي او آر» کارتونه په پاکستان کې افغان وګړو ته د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ له لوري توزیع شوي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان دولت اعلان کړی و چې د دې کارتونو د اعتبار موده د جون پر ۳۰ (نن) پآی ته رسېږي او هغوی باید له پاکستانه ولاړ شي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د دې کارتونو د اعتبار مودې په پای ته رسېدو سره ۱.۴ میلیون افغان پناه غوښتونکي د کړاو، خپلسرې نیونې او شړنې له خطر سره مخ کېږي.
د پاکستان دولت د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې اعلان کړی و چې د دې کارت لرونکي باید د پاکستان له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو نورو سیمو ته ولاړ شي.
همدا راز پاکستان هغه مهال د هغو افغان وګړو د شړلو لړۍ هم پیل کړه چې (اې سي سي) کارتونه یې لرل او تر دې مهاله یې په زرګونو تنه اخراج کړي دي.
دا په داسې حال کې چې په دې ورځو کې له ایرانه هم د افغانستان د کډوالو شړل په شدت دوام لري او د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال له دې هیواده تر ۲۳۰ زره زیات کډوال شړل شوي دي.