close

کونړ کې د څه باندې ۶۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج ډبرې وپلورل شوې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د څه د پاسه ۶۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج ډبرې د ازادې بولۍ له لارې وپلورل شوې.

کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد شېرین حقاني وایي، دا ډبرې چې وزن یې ۵۶ زره او ۶۳۹ کېلو ګرامه وو، تېره ورځ (دوشنبه، ۹ د چنګاښ) پلورل شوې دي.

حقاني زیاتوي، دا ډبرې د پنځو ازادو بولیو له لارې پلورل شوي چې ګڼ شمېر کورنیو پانګه والو په کې برخه اخېستې وه.

د نوموړي په وینا، چې د دغو پیسو له درکه لس سلنه عواید د طالبانو حکومت ته جمع شوي؛ خو د طالبانو د حکومت د عوایدو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر شکایت کوي، چې د طالبانو رژیم لا هم دوی ته بهرنیو هېوادونو ته د ګران بیه ډبرو د لېږد زمینه نه ده برابره کړې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.

سوداګر وایي، په ځلونو يې د طالبانو له رژیم بهرني مارکېټ ته د ګران بیه ډبرو د لېږد زمینې برابرولو غوښتنې کړي، خو په خبره یې حاکم نظام د ژمنو له تازه کولو پرته هېڅ ډول عملي ګام نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم کونړ کې د لسګونه مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج ګران بیه ډبرې د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوي.