اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي امنیتي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې یو کس خپل ورور په ډزو وژلی دی.
د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، دا پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۹ د چنګاښ) ۱۰:۰۰ بجې د دواب ولسوالۍ په «باداري» سیمه کې را منځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې د دواړو ورونو ترمنځ شخړه د ځمکې پر سر رامنځته شوې چې د فهیم په نوم کس خپل ورور جانداد د ټوپک په ډزو وژلی دی.
حیدري وایي، فهیم نومي کس له سیمې تښتېدلی، خو طالب سرتېرو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د غربي نورستان په ګڼ شمېر سیمو کې د ځمکې پر سر د شخړو له امله درنې مرګ – ژوبلې اوښتې دي.