اطلاعات روز: له هلمند څخه ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو سړي خپله مېرمن د چړې په ګوزارونو وژلې.
د سرچینو په وینا، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۹ د چنګاښ) د نادعلي ولسوالۍ د «شاول» کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بُست ولایتي روغتون مسوولین هم دا پېښه تاییدوي او وایي چې د زرغونې په نوم د یوې ۲۵ کلنې ښځې جسد دوی ته وروړل شوی چې د چړې د څو ګوزارونو له کبله وژل شوې ده.
د طالبانو سیمهییزو امنیتي مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو او د ښځو پر زده کړو او کار په بندیز لګولو سره د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او وخت ناوخته د ښځو د ځان وژنې او یا یې هم د خپلوانو له لوري په بېلابېلو تورونو د وژنې راپورونه ورکول کېږي.