close

نامعلومې وژنې؛ په کندهار کې یو جسد موندل شوی

اطلاعات روز: په کندهار ولايت کې سرچينه وايي چې د دې ولايت د مرکزي ښار د دوولسمې حوزې د «ميانکو» په سيمه کې د يو کس جسد موندل شوی دی.

دا سرچينه چې نه غواړي هويت يې ښکاره شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته یې ویلي چې دا وژل شوی کس د کندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ اوسيدونکی و او موټرواني یې کوله.

یادې سرچينې ويلي چې دا کس تيره ورځ له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و او جسد يې نن (سې‌شنبه، ۱۰ د چنګاښ) غرمه مهال موندل شوی دی.

په ورته وخت کې يوې بلي سرچينې، اطلاعات روز ته ویلي چې وژل شوی کس له درو نورو کسانو سره موټر دربس بوولی و، خو د هغوی له لوري وژل شوی او موټر یې ورڅخه تښتولی دی.

دې سرچینې قاتلين غله ياد کړي او ويلي یې دي چې ياد کس غلو د ده د موټر د غلا کولو په موخه وژل شوی دی.

سرچینو، د وژل شوي کس نوم عبدالله ښوولی او ویلي یې دې چې نوموړی ۲۷ کلن و.

د دې پېښې خبر په داسې مهال کې ورکول کېږي چې د اقتصادي ستونزو له امله په هیواد کې د ناامنۍ او ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.