close

نامعلومې وژنې؛ کندهار کې یو ۲۸ کلن ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت په ښار کې «نامعلومو کسانو» یو ۲۸ کلن ځوان د چړو په ګوزارونو وژلی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ځوان سردار نومیده او تېره ورځ (یکشنبه، ۱۵ د چنګاښ) د کندهار ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې سردار ۲۸ کاله عمر درلود او آزاد کاروبار یې کاوه، چې یاده سیمه کې د نامعلومو کسانو تر برید لاندې راغلی او په چړو یې وژلی دی.

د دغه وژنې انګیزه تر اوسه معلومه نه ده او ځایي طالب چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې ځايي خلک وايي، چې په دې وروستیو کې کندهار کې دا ډول وژنې زیاتې شوي او خلک خپل امنیت ته اندیښمن دي.