close

ایران کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي مهلت پای؛ شاوخوا ۴۵۰ زره کسان په ۳۵ ورځو کې بېرته افغانستان ته ستانه شوي

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د ایران د دولت له لوري افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدلی، د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې نږدې ۴۵۰ زره مهاجرین په ۳۵ ورځو کې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې سازمان یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د جون له لومړۍ نېټې د روانې میاشتې تر پنځمې پورې ۴۴۹ زره او ۲۱۸ کډوال له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي دي.

نوموړي همدا راز ویلي چې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ټولټال ۹۰۶ زره او ۳۲۶ افغان کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایران هغو افغان کډوالو ته چې د سرشمېرنې اسناد لري یا هېڅ قانوني اسناد نه لري، د چنګائ تر ۱۵مې نېټې وخت ورکړی و چې له دې هېواده ووځي، کنه نو له نیول کېدو، جریمه کېدو او شړل کېدو سره به مخ شي.

ایران له اسراییلو سره تر اوربند وروسته د افغان مهاجرینو د ایستلو بهیر ګړندی کړی او هره ورځ زرګونه کسان شړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د راپور له مخې، یوازې د روانې میاشتې په لومړۍ ورځ له ایران څخه تر ۴۳ زره زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

ډېری کډوال چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي، د ایران د پولیسو له بد چلند څخه شکایت کوي او ځینې نور وایي چې ان له قانوني اسنادو لکه پاسپورت او ویزې سره-سره هم نیول شوي او شړل شوي دي.