اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو حکم صادریدو په ځواب کې ویلي، چې ملګري ملتونه د دې محکمې کار او خپلواکۍ ته درناوی کوي.
هغه پرون (سې شنبه، ۱۷ د چنګاښ) په یوه خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ او لکه څنګه مې چې څو ځله ویلي، د جزا نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه بېله اداره ده، موږ د دوی کار ته درناوی لرو، د دوی خپلواکۍ ته درناوی لرو، او واقعاً له ټولو هېوادونو غواړو چې د دوی کار ته درناوی وکړي.»
دوجاریک زیاتوي چې د ملګرو ملتونو سیاسي لیدلوری او د دې سازمان د بشري حقونو څانګه، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو پرلهپسې او دوامداره سرغړونو په اړه روښانه او څرګند دریځ لري.
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې «د بشریت پر خلاف د جنایت» د کولو له امله د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر ورکړی.
دې محکمې ویلي، چې د دې محکمې دویېمې مقدماتي څانګې تشخیص کړې، چې ملا هبت الله او عبدالحکیم حقاني د روم له اساسنامې سره سم د «ځورونې او تعقیب» له مخې د بشریت پر خلاف جرم ترسره کړی او په دې اړه معقول دلایل شته.
د دې محکمې په وینا: «دا جرمونه د فرمانونو د ورکړې، هڅونې او یا ترغیب له مخې د ښځو او نجونو پر خلاف د هغوی د جنسیت، یا هم نورو هغو افرادو پر خلاف چې د جنسیت، هویت یا هم جنسیتي ابزار په برخه کې یې د طالبانو له سیاستونو سره همغږي نه لرله او یا هم له سیاسي پلوه د هغو افرادو پر خلاف چې د ښځو او نجونو ملاتړي پېژندل کېدل، ترسره شوي دي.»
د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو د حکم له صادرېدو هرکلی کړی دی.
له دې سره هممهاله د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر ته په غبرګون کې ویلي چې «موږ د نړیوالې محکمې په نوم هیڅ بنسټ نه پېژنو».
مجاهد په خپله اعلامیه کې د هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو امر «مزخرفات» ګڼلي او ویلي یې دې چې دا ډول اعلانونه به یې «پر راسخ عزم او شرعي موقف» هیڅ ډول اغېز ونه کړي.