اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې «ناپېژانده کسانو» د دغه ولایت په نور ګل ولسوالۍ کې د پخواني جمهوري نظام د پولیسو ځانګړو ځواکونو یو غړی وژلی دی.
سرچینه وایي، دا پوځي نصرت نومېده او وړمه شپه (جمعه، ۲۰ د چنګاښ) د شپې دوه بجې د نورګل ولسوالۍ بازار ته څېرمه سیمه کې پرې لاسي بم غورځول شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینه وایي، دغه پخواني پوځي د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته په نورګل ولسوالۍ کې د تېلو په یوه پمپ کې کار کاوه چې د هدفي برید نښه ګرځېدلی دی.
سرچینه وایي، دې ځوان له چا سره شخصي بده نه درلوده او نه هم تر اوسه د هغه د وژنې عاملین څرګند شوي.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کونړ کې د پخواني نظام لسګونه سرتېري مړه، تري تم او ربړول شوي دي.