اطلاعات روز: ننګرهار کې ډاکټرانو په یوه بېساري اقدام سره پرېکړه کړې چې له دې وروسته به ناروغانو ته درمل د شفري نسخو پر ځای یوازې د کمپیوټري نسخو له لارې توصیه کېږي.
په جلال اباد ښار کې د پوستکي ناروغۍ یو ډاکټر نوید الهام وویل، چې دا پرېکړه یې له ځینو ډاکټرانو سره له اوږدو ناندرېو او چنې وهلو وروسته کړې او موخه یې ناروغانو ته د اسانتیا او روڼتیا رامنځته کول دي.
الهام زیاتوي: «مونږ نږدې ۴۴ ډاکټرانو سره راټول شوو او پرېکړه مو سره وکړه، چې نور به نه لوستل کېدونکې او یا شفري نسخې خپلو ناروغانو ته نه لیکو او د دې پر ځای به کمپوټري نسخې لیکو؛ چې ناروغ ته هم اسانه وي او له هر چا چې درمل اخلي نو د نسخې په لوستو کې به ستونزه نه وي، نو د دې پرېکړې مخالفت یو شمېر ډاکټرانو کړی، خو مونږ ورته قناعت ورکړی چې باید سوداګري ونه کړو او خلکو ته ښه روغتیایي خدمات وړاندې کړو.»
د ننګرهار اوسیدونکو د ډاکټرانو د دې اقدام تود هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې په ټول هېواد کې دې روغتیاپال پرېکړه وکړي، چې له دې وروسته به د شفري نسخو پر ځای کمپیوټري نسخې لیکو.
د ننګرهار اوسېدونکي وایي، چې دا پرېکړه د خلکو د اوږدمهالو شکایتونو او پر روغتیایي چارواکو د رسنیو د فشار په غبرګون کې شوې ده.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی ذاکرالله وايي، شفري نسخې د سرګردانۍ، د درملو ترلاسه کولو په برخه کې د ځنډ او جدي ستونزو لامل کیږي. هغه ادعا کوي چې ځینې ډاکټران د خپلې ګټې لپاره شفري نسخې لیکي، چې یوازې اړوند درملتون یې ولولي او ناروغان اړ شي چې درمل یوازې له هماغه درملتونه وپېري.
ذاکرالله وویل: «دا خو ډېر ښه اقدام دی چې شفري نسخې بندې شي او دا کار باید په ښار او ولسوالیو کې ترسره شي، دغه راز د غیر مسلکي ډاکټرانو مخنیوی دې هم وشي او د بې کېفیته درملو د واردېدو د مخنیوي لپاره دې هم چټک اقدامات وشي تر څو خلکو ته په سم ډول روغتیایي خدمات وړاندې شي.»
په همدې حال کې د طالبانو تر ولکې لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دوی د شفري نسخو د ارزونې لپاره يوه کمېټه جوړه کړې چې شفري نسخې معلومې کړي.
ولسي خلک وایي، روغتیاپالان دې پر خلکو احسان نه کوي بلکې د کمپیوټري نسخو دا نوښت نه یوازې د ناروغانو ستونزې کموي، بلکې د یوه معیاري روغتیايي سیستم پر لور د مهم بدلون نښه هم ګڼل کېږي.