اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج ډبرې چې ۱۶۵ کیلو ګرامه وزن یې درلود وپلورل شوې.
د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي سید رحیم عمیر وایي، دا ډبرې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۲ د چنګاښ) د دغه ولایت په کامدېش ولسوالې کې د آزادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوې دي.
سید رحیم عمیر زیاتوي، د دغو پیسو له درکه ۱۲ مېلیونه افغانۍ عواید د طالبانو حکومت ته هم جمع شوې دي.
د نوموړي په وینا، د داوطلبۍ په دغو مراسمو کې د نورستان سربېره د هېواد د ګڼ شمېر ولایتونو پانګه والو او سوداګرو برخه اخېستې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د نورستان په ګاونډ کونړ ولایت کې هم ۵۴.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د آزادې بولۍ له لارې پلورل شوې وې.