اطلاعات روز: ننګرهار او لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د تېرې ورځې د تندو توپانونو، ورښتونو او سېلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې لپاره د طالبانو رییس قاري خیرمحمد غازي وایي، چې د تېرې ورځې سېلابونو د دغه ولایت بېلابېلې سیمې ځپلي دي، چې له امله یې یو کس ژوند بایللی او شپږ کسان نور ټپيان شوي.
هغه زیاتوي، چې د سېلابونو له امله د زیاتره کلیو لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوي، کرنېزې ځمکې او کورونه تخریب شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۲ د چنګاښ) په جلالآباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې د ورښت او طوفانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د هغه په خبره د یادو سېلابونو له امله د شینوارو ولسوالۍ اړوند ۲۶مه ویالې «اخر فارم» سیمه کې د تېز باران له امله یو دیوال راپریوتی، چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي د بېلابېلو ادارو له لوري د سېلاب ځپلو کورنیو سروې پيل شوې او ژر به په اړمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ووېشل شي.
له دې نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم په ننګرهار کې سېلابونو د خلکو لسګونه کورونه تخریب کړي وو او دغه راز په زرګونه جریبه ځمکه یې له منځه وړې وه.