اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ د اوبو یوې ژورې څاه ته لوېدلې او مړه شوې ده.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، چې دغه نجلۍ نن (پنجشنبه، ۲ د زمري) سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د شینوارو ولسوالۍ اړوند «۲۷مې ویالې» سیمه کې یوې سرلوڅې څاه ته لویدلې ده.
نوموړی زیاتوي، دغې نجلۍ غوښتل له یادې څاه څخه اوبه را وباسي، چې پر همدې مهال څاه ته لوېدلې او وروسته د ژغورنې یوې ډلې یې جسد له څاه را اېستلی دی.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډېره د ژورو او سر لوڅو څاه ګانو شتون او د خلکو بې احتیاطي ده، چې ډېر کله یې قربانیان ښځې او ماشومان وي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څه موده وړاندې د ټولو ولایتونو والیانو، امنیې قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ولایتونو کې د ژورو څاهګانو مالکانو ته خبر ورکړي، څو د څاهګانو سرونه پټ کړي او د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.