close

ملګري ملتونه: افغانستان ته ستانه کړل شوي پخواني چارواکي، ښځې او خبریالان له انتقام او شکنجې سره مخ دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي او نظامیان، ښځینه فعالانې، خبریالان او مدني فعالان چې په ناداوطلبانه توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي، د طالبانو له انتقام اخیستنې او شکنجې سره مخ دي.

دا راپور چې نن (پنجشنبه، ۲ د زمري) خپور شوی، افغانستان ته تر ستنول کېدو وروسته پکې د دې افرادو د بشري حقونو نقض مستند شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ، دا افراد د خپلو بشري حقونو له جدي نقضونو لکه «د واکمنو چارواکو (طالبانو) له لوري له شکنجې او بد چلند، زنداني کېدو، خپلسري نیول کېدو او د فردي امنیت له ګواښل کېدو» سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ولکر ترک ویلي: «هیڅوک باید داسې هیواد ته ونه لېږل شي چې هلته د خپل هویت او شخصي مخینې له امله له خطر او ځورونې سره مخ وي.»

ده ویلي: «په افغانستان کې ښځې او نجونې چې د خپل جنسیت له مخې له پراخو اقداماتو سره مخ دي، له داسې زیاتو کړنو سره مخ کېږي.»

ملګرو ملتونو دا راپور د ۲۰۲۴ کال پر مهال له هغو ۴۹ پخوانیو چارواکو او نظامیانو، خبریالانو، ښځینه فعالانو او د مدني ټولنې له غړو سره د مرکو پر اساس تیار کړی چې په جبر افغانستان ته لېږل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې پخوانیو نظامیانو او چارواکو په خپلو مرکو کې «په ډاګه کړه چې له کومه وخته هیواد ته راستانه شوي دي د واکمنو چارواکو (طالبانو) د ځورونې د وېرې له امله اړ دي چې پټ ژوند وکړي.»

د پخواني حکومت یوه کارمند ویلي چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال افغانستان ته تر شړل کېدو وروسته «دوې شپې په یوه کور کې توقیف کړل شو او هلته په لښتو، کیبل او لرګي ووهل شو او ډول-ډول شکنجې ورته ورکړل شوې لکه په اوبو کې ډوبول او د اعدام په څېر اقدامات چې د دې شکنجو له امله یې یوه پښه ماته شوه.»

یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل راپور کې ویلي چې وضعیت د هغو ښځو لپاره نور هم خراب دی چې افغانستان ته شړل کېږي.

یوه خبریاله ښځه چې افغانستان ته په زور لېږل شوې، د ښځو پر وړاندې یې د طالبانو بندیزونو ته په اشارې ویلي: «کولای شم په ووایم چې په یوه کورني زندان کې یم.»

د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر له راپور سره سم، له ۲۰۲۳ میلادي کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه ګڼ شمېر کډوال او پناه غوښتونکي په جبري توګه ایستل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: «یوه داسې هیواد ته د افرادو شړل چې هلته د ځورونې، شکنجې، وحشت، ناانساني او یا هم سپکوونکي چلند، جبري ورکیدنې، پټو نیونې او نورو نه منلو وړ کړاوونو خطر موجود وي، د نه ایستلو د اصل ماتول او د نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه ده.»

په دې راپور کې له هیوادونو غوښتل شوي چې افغانستان ته د افرادو تر ایستلو وړاندې دې «د افرادو وضعیت وارزوي او د هغو افرادو له ایستلو دې ډډه وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له جدي تخطیو سره مخ وي.»

یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر همدا راز له هیوادونو غوښتي چې له خطر سره د مخ افغانانو د خوندي ایستنې لارې دې برابرې کړي او په خپلو هیوادونو کې دې له پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي چې په خوندي او د نیونې او شړنې له وېرې پرته خپل ژوند ته روان وساتي.

په دې راپور کې همدا راز ویل شوي چې له پاکستان او ایران څخه د زرګونو کسانو شړلو د هغوی وضعیت ته رسېدل ستونزمن کړي او له هیوادونو یې غوښتي چې په افغان ټولنه کې د دې دې افرادو د بیا ادغام په موخه خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې رزا اوتنبایوا ویلي: «زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده چې راستنېدونکې په ټولنه کې جذب شي او د هغوی بشري حقونه خوندي شي.»

دې له طالبانو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته د خپلو ژمنو او د افغانستان د خلګو په وړاندې د خپلو مسوولیتونو پر اساس عمل وکړي او ټینګار یې کړی دی چې په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د افغانستان د ټولو وګړو ګډون د دې ملت د پرمختګ او ودې لپاره ډېر مهم دي.

ایران او پاکستان د وروستیو کلونو پر مهال د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو شړل چټک کړي دي.

اوس مهال هره ورځ له ایران او پاکستان څخه په زرګونو تنه راستنېږي چې ډېری یې د هغو هیوادونو پرېښودلو ته اړ کړل شوي دي.

له دې دوو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د شړنې د برنامې په پیلېدو سره د بشري حقونو بنسټونو د پخوانیو چارواکو او نظامیانو، خبریالانو او ښځینه او مدني فعالانو د ځورول کېدو په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې وه چې هغوی باید ونه ایستل شي.