اطلاعات روز: د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر راپور ته په غبرګون کې تایید کړې ده چې افغانستان ته راستانه شوي کډوال په ځینو سیمو کې له «شخصي» انتقام اخیستنو سره مخامخ شوي.
د طالبانو مرستیال ویاند نن مازیګر (پنجشنبه، ۲ د زمري) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «په ځینو سیمو کې وړې پېښې شوې دي چې سیاسي نه، بلکي شخصي او ډېري جزئي دي او یوناما باید ترې استفاده ونه کړي او د پروپاګنډ په کولو سره اندیښنې زیاتې کړي.»
حمدالله فطرت ویلي چې افغانستان ته راټول ستانه شوي کسان د عمومي بښنې په فرمان کې شامل دي او «هیڅوک هم له سیاسي پلوه له هغوی سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي. که داسې څه وشي، حکومت (طالبان) ترې پوښتنه کوي او مخه یې نیسي او عاملان به یې مجازات کوي».
د طالبانو مرستیال ویاند افغانستان ته د راستنو شویو د شکنجې او انتقام سره د مخ کېدو په تړاو د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر راپور ته په اشارې ویلي چې دا موارد او «د هغو سیاسي کول» ردوي او خلګو ته ډاډ ورکوي چې له اندیښنې پرته افغانستان ته راستانه شي.
یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نن د یوه ګډ راپور په خپرولو سره وویل چې افغانستان ته دد ستانه کړل شويو پخوانيو چارواکو او نظامیانو، خبریالانو او د ښځینه حقونو او مدني فعالانو بشري حقونه د طالبانو له لوري نقض شوي دي.
د دې راپور له مخې، د دې افرادو د بشري حقونو په نقض کې د «واکمنو چارواکو (طالبانو) له لوري شکنجه او بد چلند، نیونه او خپلسری توقیف او فردي امنیت ته پېښ ګواښ» شامل دي.