close

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو تن وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي اطلاعات روز ته ویلي چې دا پېښه وړمه شپه (پنجشنبه، ۲ د زمري) د کامې ولسوالۍ د ارباپانو قریې اړوند «زرشویې» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د «محمد نسیم» په نامه یو کس وژل شوی او د نوموړي مېرمن او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې مقابل لوري د شپې له تیارې څخه په استفادې د محمد نسیم پر کور ور اوښتي او د هغه پر کورنۍ یې ډزې کړي چې پرمهال یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د سرچینې په وینا، د وژل شوي شخص د تره زامنو د نوموړي پر ښینه (د ښځې پر خور) مرکه کړې وه، خو محمد نسیم یې مخالفت کړی و او له امله یې هغوی پر نوموړي او کورنۍ یې برید وکړ.

په ورته وخت کې د سیمې یو بل اوسېدونکي ویلي، دې شخړه کې د درو ټپي شویو له ډلې د یوې ماشومې روغتیايي وضعیت نازک دی.

بلخوا د کامې ولسوالۍ لپاره ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي ديچې تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه خو په تړاو یې یو شمېر کسان نیولي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې هم د دوو کورنیو ترمنځ د اوبو د څاه پر سر په شخړه کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.