اطلاعات روز: د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي کرتي واردان سینګ ویلي چې دا هیواد د چین او پاکستان له اقتصادي کوریډور سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان پر یو ځای کېدو اعتراض لري.
د «اې این آی» رسنۍ له راپور سره سم، ده د هند پارلمان ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې «د هند دولت د چین – پاکستان – افغانستان له درې اړخیزې غونډې چې په پیکن کې وشوه، خبر دی».
دې هندي چارواکي ویلي چې د «CPEC» په نوم د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور په تړاو د هند د دولت دریځ ثابت او ډاګیز دی.
د ده په وینا، د هند دولت هر وخت د پاکستان – چین پر اقتصادي دهلیز چې کشمیر له لاداخ او جامو څخه تېرېږي اعتراض کړی دی او غوښتي یې دې چې دا فعالیتونه ودروي، ځکه چې کشمیر د پاکستان تر «غیر قانوني» اشغال لاندې دی.
کرتي واردان سینګ ویلي: «د درېیمو هیوادونو د ګډون هر ډول وړاندیز او یا هم په اصطلاح د CPEC د پروژو پراختیا د منلو وړ نه ده.»
د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه درې اړخیزه غونډه کې افغانستان ته د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز پر پراخېدو خبرې کړې دي.
ویل کېږي چې په دې پروژه کې د لویو لارو، اورګاډي د پټلیو او بندرونو جوړول شامل دي.