close

ننګرهار کې د شپږو میاشتو پر مهال د شري ناروغۍ له امله ۱۸ ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وايي، دغه ولایت کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر کې ډېروالی راغلی او يوازې په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۸ ماشومان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د ننګرهار د انتاني روغتون مسوول سید محمد محمدي وایي، د تېرو شپږو میاشتو په جريان کې دغه روغتون ته دوه نیم زره پر شري ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل شوي چې له ډلې یې ۱۸ ماشومانو ژوند بایللی او په لسګونه نور لا بستر دي.

هغه زیاتوي چې هره ورځ په منځنۍ کچه له ۱۰ تر ۲۰ پورې په شري اخته ماشومان د درملنې لپاره دغه روغتون ته وړل کېږي.

محمدي وویل: «د تېر په پرتله ننګرهار کې د شري ناروغۍ زیاته شوې او یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۲۵۰۰ ناروغانو درملنه شوې، خو له جملې یې ۱۸ ماشومان مړه شوي او دغه راز هر ورځ له ۱۰ تر ۲۰ ناروغان روغتون ته مراجعه کوي او دا شمېره ورځ تربلې زیاتېږي.»

نوموړی د ماشومانو د مړينې تر ټولو لوی لاملونه د امکاناتو کمښت او روغتیایي خدماتو ته د خلکو کم لاسرسی او روغتون ته پر وخت د هغوئ نه ور وړل يادوي او ټینګار لري، چې کورنۍ دې خپلو ماشومانو ته د شري واکسین وکړي.

د خوږیاڼو ولسوالي اوسېدونکی اصغر خان چې کوچنی زوی یې په شري ناروغي د اخته کېدو په دلیل ژوند بایللی، وايي د روغتیايي مراکزو نشتون او د درملو کمښت د دغه ماشوم د مړینې لامل شوی.

د هغه په خبره په دې وروستیو څو میاشتو کې د ننګرهار په روغتیایي مرکزونو کې درمل مخ په خلاصېدو دي او دغه راز د پخوا په څېر روغتیایي خدمات په نشت حساب دي.

اصغر خان زیاته کړه: «زما کوچنی زوی په روغتون کې بستر و، خو په یوه اوونۍ کې یې د ډاکټرانو د نه پاملرنې او درملو د کمښت له امله ومړ په دولتي روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې د پخوا په څېر خدمات نشته ځکه ډاکټران په خپله ناروغانو ته وایي، چې درمل خلاص شوي او له شخصي درملتونونو ځانته درمل وپېرئ.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عین الله چې دوه ماشومان یې پر شري ناورغۍ اخته شوي وایي، د مجهزو روغتیايي مرکزونو نشتون او د روغتیايي خدماتو کمښت په دلیل د ماشومانو ترمنځ د شري ناروغي زیاته شوې ده.

هغه اندېښنه ښيي او وايي، روغتیايي مسوولین باید هرڅه ژر د دغه ولایت اوسېدونکو وضعیت ته پام وکړي، ترڅو د ناورین مخه ونیول شي.

عین الله زیاتوي: «د ننګرهار په انتاني روغتون کې هم امکانات کم دي زیات وسایل نه لري او زیاتره وخت ناروغان نورو شخصي روغتونونه لېږي، ځکه دوی روغتیایي امکانات نه لري او د شري ناروغۍ په زیاتېدو ده په کار ده چې دې برخه کې بنسټېز کار وشي او په سم ډول خدمات وړاندې شي.»

بلخوا د ماشومان ناروغیو متخصص ډاکټر احمد صافی وايي، په شري ناروغۍ اخته ماشوم بايد له نورو ماشومانو جلا وساتل او روغتون ته يوړل شي او دغه راز له خلکو غواړي چې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد د ډاکټرانو سپارښتنې په پام کې ونیسي.

هغه وویل چې ټوخی، د پزې بهېدل، سینه‌بغل، د سترګو سرې کېدل، بې‌اشتهایي، پر بدن سرې دانې، د ستوني درد او په خوله کې د سپینو لکو پیدا کېدل پر شري د اخته کېدو نښې دي.

صافی زیاتوي: «هغه ماشومان چې په شري ناروغۍ اخته کېږي لوی لامل یې پر وخت واکسین نه کول او دغه راز د کورنیو بې پروایي ده، په کار ده چې خلک خپل ماشومان پر وخت روغتیایي مرکزونو ته د درملنې لپاره یوسي او دغه راز ناروغ ماشوم باید له نور جدا وساتل شي.»

دغه‌راز، د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي، چې د روان میلادي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په هېواد کې د شري ناروغۍ څلور زره مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو د روغتیایي خدماتو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.

شری یو ډول ساري ناروغۍ ده چې تر ډېره له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان پرې اخته کېږي، دغه ناروغۍ د ټوخې او پرنجي او یا د پزې او خولې له ترشحاتو سره د مستقیم تماس له لارې له ناروغ کس نه روغ کس ته لېږدي.