اطلاعات روز: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان سره د امریکا د مرستو دوام «د دولت د بهرني سیاست له اهدافو سره همغږې» نه دي ګڼل شوي.
امریکا په ۲۰۲۵ کال کې د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته ټولې بهرنۍ مرستې چې په افغانستان کې فعالیتونه هم پکې شامل وو، بندې کړې.
ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د بیا راګرځیدو وروسته د «د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو بیا ارزونه او بیا تنظیم» تر سرلیک لاندې یو اجرایوي فرمان صادر کړ ترڅو معلومه کړي چې ایا د متحده ایالاتو له لوري د ملاتړ شویو بهرنۍ مرستو پروګرام د دغه هیواد له ملي ګټو او د دولت له بهرني سیاست سره همغږي لري او که نه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د اپریل تر ۸مې پورې، په افغانستان کې د دوی فعالیتونو ته ورکړل شوې ټولې بهرنۍ مرستې «د دولت د بهرني سیاست له موخو سره همغږې» ونه ګڼل شوې.
د سیګار د تازه خپاره شوي درې میاشتني راپور له مخې، متحده ایالات په افغانستان کې خپل تمرکز د ترهګریزو ګواښونو کمولو او د بندي امریکایانو بیرته راستنولو پورې محدودوي.
دې وزارت ویلي، چې متحده ایالات «د طالبانو ملاتړ ته دوام نه شي ورکولی».
خو، په همدې حال کې بیا سیګار ویلي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د درې پروګرامونو مالي ملاتړ کوي.
په دې پروګرامونو کې په دوحه کې میشتو افغان زده کونکو لپاره دوه روزنیز پروګرامونه او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر له لوري د انټرنیټ او مخدره توکو د څیړنې پروګرام، چې په ازبکستان او اتریش کې فعالیت کوي، شامل دي.
متحده ایالات په تیرو ۲۴ کلونو کې د افغانستان ترټولو لوی مرسته کونکی و. د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یې له افغانستان سره تر ۳.۳۳ ملیارد ډالرو ډیرې مرستې کړې دي.
د سیګار په وینا، چې یوازې امریکا تېر کال د خوراکي توکو بیړنۍ مرستو چمتو کولو کې ۲۶۶ میلیونه ډالر ورکړې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې متحده ایالاتو په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام سره خپل مالي ملاتړ د دې اندیښنې له کبله بند کړی، چې دا مرستې د ترهګرو ډلو د ګټې لپاره کارول کیدای شوې.
د امریکا تر دې پرېکړې وروسته، د خوړو نړيوال پروګرام وویل، چې د مالي مرستو بندېدل «کېدای شي د هغو ميليونونو خلکو لپاره د اعدام حکم وي، چې له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ دي».
یوه تازه څېړنه چې د برازیل د باهیا فدرالي پوهنتون د عامې روغتیا انسټیټیوټ له لوري ترسره او په «لنست» مجله کې خپره شوې، ښيي، هغه هېوادونه چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) زیات بودیجه یې ترلاسه کړې، په ټولو عمرې ډلو کې د ۱۵ سلنه مړینې کموالی او د ماشومانو په مړینه کې ۴۴ سلنه کموالی لیدل شوی دی.
افغانستان، چې د مرستو ترلاسه کونکو په لیست کې لومړی ځای لري، د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ټولو عمر ګروپونو په مړینو کې ۱۸ سلنه کمښت تجربه کړی.
دغه څېړنه همداراز ښيي چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) بودیجه په قوي توګه له هغو مړینو سره تړاو لري چې د نس ناستي ناروغیو، د تغذيې له کمښت، د تنفسي لارې ټیټو انتاناتو او د میندو له مړینې سره تړلې دي.