close

طالبانو د یو خصوصي شرکت سره د ۱۰زره میګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کړ

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الورزا اقتصادي مرستیالۍ دفتر په هیواد کې د ۱۰زره میګاواټه برېښنا د تولید، لیږد او ویش لپاره د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د یوه تړون له لاسلیک خبر ورکړی دی.

دغه دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دا تړون نن (شنبه، ۱۱ د زمري) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت او د «عزیزي انرژۍ» خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر ویلي، چې «د عزیزي انرژۍ خصوصي شرکت به د هیواد په مختلفو برخو کې د ګاز، ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر څخه لس زره میګاواټه برېښنا تولید کړي».

دې فتر ادعا کړې چې «د دې پروګرام له لارې به افغانستان د ۷  تر ۱۰ کلونو پورې د بریښنا په تولید کې بشپړ ځان بساینې او ان بهرنیو هیوادونو ته به بریښنا صادره کړي».

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر د اعلامیې له مخې، د ټولو ۱۰زره میګاواټه بریښنا څخه به څلور زره میګاواټه خلکو ته او ۶زره میګاواټه نوره به صنعتي فابریکو ته ځانګړې شي.

دغه دفتر زیاته کړې، چې «د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي انرژۍ شرکت تخنیکي ټیمونه به سبا اړوندو سیمو ته لاړ شي او د لسو ورځو په جریان کې به سروې بشپړه کړي».

اعلامیه کې راغلي، چې «د پروژې ډیزاین به په راتلونکو شپږو میاشتو کې چمتو شي، او له هغې وروسته، په لومړي پړاو کې، د دوه څخه تر دریو زرو میګاواټو برېښنا تولیدولو پروژې عملي چارې پيل شي».

د عزیزي ګروپ مالک میرویس عزیزي تر دې وړاندې هم د روغتون جوړولو او انرژۍ د تولید په ګډون په بېلابیلو برخو کې د میلیاردونو ډالرو د پانګونې ټټر وهلی، خو په عملي برخه کې تر دې دمه څه نه تر سترګو کېږي.