اطلاعات روز: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د اړمنو لاسنیوي لپاره په بیړني ډول ۵۳۹ میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
دې پروګرام نن (یکشنبه، ۱۲ د زمري) ایکس کې پر خپله پاڼه د یادې غوښتنې ترڅنګ لیکلي، چې په افغانستان کې د لوږې بحران ورځ تر بلې ژوریږي.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، چې ښځې، ماشومان او راستنیدونکي له هغو کسانو څخه دي چې تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي.
دې پروګرام څه موده وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې به نږدې لس میلیونه خلک د سږ کال اوړي په موسم کې له لوږې سره مخ وي.
په افغانستان کې بشري بحران د ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د ایستلو د شدت او د بهرنیو مرستو د کمښت له امله ژور شوی دی.
د طالبانو د شمېرو له مخې، په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱.۸ میلیونه خلک یوازې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې له ایران څخه د کډوالو ایستلو سره په افغانستان کې یو نوی بیړنی حالت د رامنځته کیدو په حال کې دی.