اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې دا هیواد د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندنې په اړه د خپلو ګټو او مصالحو پر اساس پرېکړه کوي.
د ایرانا خبري اژانس له راپور سره سم، بقایي نن (دوشنبه، ۱۳ د زمري) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال له افغانستان سره د تعامل لپاره ګډ تصمیم نیول شوی او ایا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندنې لپاره د روسیې پرېکړه به پر ایران اغېز ولري او کنه، ویلي: «د نورو هیوادونو او حکومتونو په رسمیت پیژندنې په تړاو پرېکړه کول د هر هیواد خپلواکه او په حاکمیت پورې تړلې پرېکړه ده.»
ده ویلي: «موږ د ایران په اسلامي جمهوریت کې هم د خپلو ملي ګټو او مصالحو پر اساس په دې اړه پرېکړه کوو.»
د بقایي په وینا، د افغانستان د بدلونو په اړه بحث د ایران او پاکستان د چارواکو د خبرو یوه موضوع وه. ده ویلي چې د افغانستان بدلونونه طبعا د ایران او پاکستان ګډه اندېښنه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د ایراني او پاکستاني چارواکو د خبرو پر مهال به د افغانستان موضوع تل د بحث یوه برخه وي چې څرنګه له دې هیواد سره مرسته وشي چې ثبات، پرمختګ او امنیت ولري.
د افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان له پخوا له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، خو تر اوسه یې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
په دې وروستیو کې پاکستان اعلان کړی و چې له کابل سره د خپلو اړیکو کچه د سفیر سطحې ته لوړوي، خو تر اوسه داسې څه نه دې شوي.
ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره د خپلو راتلونکو اړیکو په اړه څه نه دې ویلي.
پر افغانستان د طالبانو د حکومت د څلورو کلونو له تېرېدو سره-سره تر اوسه یوازې روسیې د دې ډلې حکومت په رسمیت پېژندلی دی.