اطلاعات روز: په ننګرهار کې طالب مسوولین وایې چې په دې ولایت کې یې د هغې ښځينه روغتیاپالې د وژنې په تور دوه کسان نیولي چې تېره ورځ د جلال اباد ښار په د اوومې ناحیې په «الفت» مېنه کې په ډزو وژل شوې وه.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد نن (دوشنبه، ۱۳د زمري) ویلي چې دا کسان تر برید وروسته تښتېدلي وو او د دوی له لوري د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې نیول شوي او اوس په بند کې دي.
د هغه په خبره د وژل شوې ډاکترې په وژلو کې د هغې میړه هم ښکېل دی، ځکه چې دې ترې د طلاق غوښتنه کړې وه.
د طالبانو په وینا، د وژل شوې ډاکټرې مېړه قاتلینو ته شاوخوا یو لک افغانۍ او ۳ زره ډالر ورکړي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د ځان وژنې پېښې په بیسارې ډول زیاتې شوي چې لاملونه یې تر ډېره کورنی تاوتریخوالی، ناموسي وژنې او د ښځو پر ژوند د طالبانو بندیزونه ګڼل کېږي.