close

ننګرهار کې د یوې مدرسې ګڼ زده کوونکي او دوه استادان مسموم شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې ۲۵ زده کوونکي او دوه استادان مسموم شوي دي.

له سیمې یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې دا زده کوونکې نن (دوشنبه، ۱۳د زمري) د شینوارو ولسوالۍ اړوند «۲۹مې ویالې» سیمې په یوه دیني مدرسه کې د ناسمو خوړو له امله مسموم شوي دي.

د سرچینې په وینا، په مسموم شویو کسانو کې د پنځو تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ و او جلال اباد ښار کې سیمه‌ییز روغتون ته انتقال شوي، مګر د نورو وضعیت سم ښوول شوی او تر درملنې وروسته رخصت کړل شوي.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې مسموم شویو زده‌کوونکو لومړی د بد بوی احساس کاوه چې وروسته ورته نفس‌تنګي او سرګرداني پیدا شوې ده.

بلخوا د ننګرهار امنیې قومندانۍ د مدرسې د زده کوونکو د مسمومېدو د څرنګوالي معلومولو او څېړنې لپاره یادې ولسوالۍ ته یو پلاوی لېږلی دی.

ویل کیږي چې یاده دیني مدرسه دا مهال د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوې او لېږل شوی پلاوی به هغه توکي ارزوي چې زده کوونکي یې مسموم کړي.