اطلاعات روز: د غزې روغتیايي چارواکي خبر ورکوي، چې د دوشنبې په ورځ د اسراییلو د ډزو او هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۰ فلسطینیان، چې لس هغو یې د مرستې ترلاسه کولو هڅه کوله وژل شوي او همدارنګه پنځه تنه نور بیا د لوږې له امله مړه شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ځایي ډاکترانو ویلي چې لس کسان په دوو جلا پېښو کې د غزې د مرکز او سویل په هغو سیمو کې چې د امریکا تر ملاتړ لاندې د «غزې بشردوستانه بنسټ» د مرستو مرکزونه دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، له هغه وخته چې دغه بنسټ د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې خپل فعالیتونه پیل کړي، تر اوسه له زرو ډېر کسان د مرستو د ترلاسه کولو په هڅه کې وژل شوي دي، چې ډېری یې د هغو اسراییلي سرتېرو لخوا په نښه شوي چې د مرستو د وېش مرکزونو ته نږدې فعالیت کوي.
د غزې بشرپالي بنسټ ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د مرستو د ویش په ځای یا نږدې سیمه کې هیڅ پیښه نه ده شوې.
رویټرز نه دی بریالی شوی چې د پیښو ځای تایید کړي.
څلویښت کلن بلال ثاری، چې د دوشنبې په ورځ د فلسطینیانو د جسدونو د راټولولو لپاره د شفا روغتون ته تللی و، وویل: «هر څوک چې هلته ځي، یا خو له یوې کڅوړې اوړو سره راځي، یا په لرګیني تختې د شهید یا ټپي په توګه پر راځي. هېڅوک روغ رمټ نه راګرځي.»
د غزې چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۳ فلسطینیان هغه وخت ووژل شول کله چې دوی د ملګرو ملتونو د مرستو لاریو ته د غزې د شمالي برخې سره د اسراییلو په پوله د زکیم په لاره کې انتظار وو.
بلخوا بیا د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو روانه اونۍ خپله امنیتي کابینه راوبولي ترڅو د حماس سره د غیر مستقیم اوربند د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته په غزه کې د اسراییلو د راتلونکو ګامونو په اړه پریکړه وکړي.
یوې لوړ پوړې اسراییلي سرچینې ویلي، چې د نورو سرتیرو لیږل ممکن یو انتخاب وي.
تېره شنبه بیا د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي دغې سیمې ته د خپل سفر پر مهال ویلي و، چې له د اسراییلو له حکومت سره پر یوه پلان کار کوي چې عملاً به د غزې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
خو، اسراییلي چارواکو په غزه کې د پوځي برید پراخول او د خپل هیواد سره د دې ویجاړې شوې سیمې د ځینو برخو یوځای کولو مسلې هم راپورته کړې دي.
د اسراییلو ۱۲ چینل تېره شپه د بنیامین نتانیاهو د دفتر یوه لوړپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې اسراییل به د غزې تړانګه په بشپړه توګه اشغال کړي.