اطلاعات روز: پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو د څلورمې کلیزې په درشل کې د بشر حقونو څار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د پای ته رسولو لپاره هېڅ کارنده اقدامات نه دي کړي.
د بشر حقونو څار نن (سې شنبه، ۱۴ د زمري) په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان له نیولو راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه سخت کړي، خبریالان یې نیولي او د ټولو مخالف غږونو په چوپولو سره یې خپلې ځپونکې کړنې زیاتې کړې دي.
دې سازمان زیاته کړې، چې افغانستان اوس د نړۍ له یو له بدترین بشري بحران سره مخ دی، چې دا بحران د بهرنیو مرستو د کمښت او له ایران او پاکستان څخه د شړل شویو ۱.۹ میلیون کډوالو له امله نور هم زیات شوی دی.
د بشر حقونو څار په سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي ویلي: «د طالبانو د واک ته د رسیدو څلورمه کلیزه د دې ډلې د ناوړه چلندونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختوالي یوه روښانه یادونه ده.»
هغې ټینګار کړی، چې «د طالبانو ظالمانه کړنې» باید حکومتونه دې ته وهڅوي چې د طالبانو مشرتابه او ټول هغه کسان چې په افغانستان کې د جدي جنایاتو مسؤل دي، حساب ورکوو ته راکش کړي او د دې هڅو ملاتړ وکړي.
عباسي ویلي: «په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو لهخوا د افغانستان نیولو نړیوالې پایلې ورځ تر بلې څرګندې شوي. حکومتونه باید پر طالبانو فشار راوړي چې خپلو ناوړه چلندونو ته د پای ټکې کېږدي، او هممهاله د افغانستان بشري ناورین ته رسېدنه وکړي. هېڅ هېواد باید هېڅ افغان وګړی په زوره بېرته افغانستان ته ونه شړي.»
د بشري حقونو څار سازمان همدارنګه ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید د افغانستان لپاره په خپل کلني پریکړه لیک کې چې د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د تصویب لپاره وړاندې کیږي، د حساب ورکولو یو جامع میکانیزم د رامنځته کولو وړاندیز وکړي.
د طالبانو د واکمتۍ په څلورو کلونو کې لا هم افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو او ښځې له تحصیل څخه محرومې دي.
دغه راز ښځې د کار کولو، د تګ راتګ ازادۍ او عامه ځایونو او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د بشري حقونو څار سازمان یادونه کړې، چې د ښځو پر حقونو محدودیت نه یوازې د هغوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې بشردوستانه مرستو او روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی هم محدود شوی دی.
طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» په نوم د سختو چلندونو ډک یو قانون وړاندې کړ، چې د خلکو د جامو په ډول او چلند څارنه کوي. د دغه قانون پلي کوونکو طالبانو څو ځله ښځې او نجونې د هغوی د جامو د ډول له امله نیولې دي.