اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د افغانستان نجونې له څلورو کلونو راهیسې له زدهکړو بېبرخې شوې دي، ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې زدهکړه یو انساني حق دی.
دې سازمان نن (چهارشنبه، ۲۲ د زمري) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ښځې او ځوانې نجونې لا هم په ګڼو هېوادونو کې له تبعیض سره مخ دي او له ټولنیز پلوه څنډې ته شوې دي او په دې کې مکتب ته د نابرابر لاسرسي ستونزه هم شامله ده.
په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ کال پر مهال د واک له ترلاسه کولو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)په وینا، یوازې سږکال نږدې ۴۰۰ زره نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي او د محرومو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته رسېدلی دی.
یونیسف خبرداری ورکړی چې که د نجونو پر زدهکړه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، په افغانستان کې به تر څلور میلیونو زیاتې نجونې له لومړني ښوونځي پورته د زدهکړې له حقه محرومې پاتې شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د شمېرنو له مخې، اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۱۵ میلیونه نجونې او ۱۰ میلیونه هلکان له زدهکړې بېبرخې دي.
دې دفتر په خپلو موخو کې اعلان کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې، د دوامدار پرمختګ د څلورم هدف په چوکاټ کې باید ډاډ ترلاسه شي چې ټول هلکان او نجونې وړیا، عادلانه او باکیفیته لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې بشپړې کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې همدارنګه ټینګار کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ټولو ښځو او نارینه وو لپاره د مسلکي، فني او لوړو زدهکړو (د پوهنتون د زدهکړو په شمول) برابر، ارزانه او باکیفیته لاسرسی تضمین شي