اطلاعات روز: ټاکل شوې چې د طالبانو له لوري د کابل د نیولو د څلورمې کلیزې په درشل کې افغان میرمنې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او ښارونو کې اعتراضي غونډې وکړي.
د یوې اعلامیې له مخې چې ښځینه فعالانو خپره کړې، دا لاریونونه به له سبا (پنجشنبه، ۲۳ د زمري) پیل شي او د راتلونکې شنبې تر ورځې به دوام ولري.
تمه ده چې د افغانستان د ښځو اعتراضونه په بېلابېلو هېوادونو لکه آلمان، فرانسه، هالند، اتریش، ناروې، سویس، هسپانیا، امریکا، کاناډا او برازیل کې ترسره شي.
طالبانو د افغانستان تر بیا نیولو وروسته پر ښځو پراخ محدودیتونه لګولي، د هغوی حقونه او ازادۍ یې راکمې کړي او له زدهکړو او کار کولو یې محرومې کړې دي.
د افغانستان وګړو په تېرو کلونو کې هم د طالبانو د بیا نیولو د کلیزې په مناسبت، په بېلابېلو هېوادونو کې اعتراضي غونډې کړي دي.
هغوی غوښتنه کړې چې پر طالبانو نور بندیزونه ولګول شي، له هغوی سره تعامل ونه شي، فشارونه پرې زیات شي او په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید وضعیت په رسمیت وپېژندل شي