close

د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا: افغانستان د بشپړ سقوط په درشل کې دی

اطلاعات روز: د «افغانستان اسلامي جمهوریت» د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا په یوې بیانیه کې د کابل د سقوط د څلورمې کلیزې په مناسبت، د هېواد اوسنی وضعیت «د بې‌وقفې ځپنې کمپاین» بللی او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان د سقوط په لور روان دی او د سیمې او نړۍ لپاره جدي امنیتي ګواښ رامنځته کوي.

په بیانیه کې راغلي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ټول ډیموکراتیک بنسټونه له منځه وړي او د «جنسې اپارټایډ نظام» په عملي کولو سره یې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه بهر کړي او د هغوی ابتدایي زده‌کړې او حقونه یې اخیستي دي.

دغې شورا ویلي، چې طالبانو د رسنیو د ځپلو له لارې د بیان ازادي خاموشه کړې او لاریونونو ته یې په زندان او تاوتریخوالي سره ځواب ورکړی دی.

د دې شورا په وینا، چې د بشري حقونو او سیاسي پخلاینې په اړه د دوحې په خبرو اترو کې د طالبانو د ژمنو سره سره «یوه ژمنه هم نه ده عملي شوې» او پرځای یې، دې ډلې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړي دي.

ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو اوسنی وضعیت «د نړۍ له تر ټولو سختو انساني بحرانونو څخه یو» بللی، چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د پراخې کډوالۍ په زور د را ایستلو له امله نور هم شدت موندلی او میلیونونه کسان بې ځایه شوي، چې له امله بع یې سخت دریځې شبکې پیاوړې او د سیمې ثبات ته به ګواښ پېښ شي.

د دغه بنسټ په باور، د نړېوالې ټولنې بې‌عمله او خپلسرې کړنې او د «طالبانو واکمنۍ عادي کول» د ارامو تعاملاتو او سوداګریزو تړونونو له لارې د دې ډلې د ځواک ټینګښت سبب شوي دي.

یادې شورا له ملګرو ملتونو او کلیدي قدرتونو څخه غوښتي، چې د طالبانو هر ډول رسمیت پېژندل تر هغه وخته وځنډوي ترڅو د ځپنې سیاستونه لغوه، اساسي حقوق بیرته ترلاسه او د ټولنې د ټولو برخو په ګډون، ښځې، مدني ټولنه او کډوال د یو داسې نظام د جوړولو لپاره چې پر استازولۍ او قانون ولاړ وي، هر اړخیزې سیاسي خبرې اترې پیل شي.

دغې شورا همدارنګه غوښتنه کړې چې د طالبانو د ځواب ورکولو لپاره دې د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) او د نړیوال عدالت محکمې (ICJ) په ګډون له ټولو موجودو میکانیزمونو څخه ګټه واخیستل شي.

د ډیپلوماټیکو استازولیو د همغږۍ شورا د خپلواکو چینلونو له لارې د بشري مرستو د زیاتوالي، د کډوالو د جبري راستنیدو مخنیوي او د افغانستان دننه هغو کسانو ته چې د ظلم پر وړاندې مقاومت کوي دوامداره ملاتړ چمتو کولو اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

یادې شورا په پای کې ویلي: «د کابل له سقوط څخه څلور کاله وروسته د یو ملت چوپتیا د نه بدلیدونکي په توګه نه شي منل کیدلی. که نړۍ په بیړنۍ توګه په یووالي او اصولو سره عمل وکړي افغانستان د طالبانو هاخوا راتلونکی لري. د بې‌عملۍ بیه یوازې د افغانانو کړاو نه دی، بلکې هغه اصولو زوال دی چې نړیواله ټولنه سره نښلوي.»