اطلاعات روز: په لغمان او هلمند کې طالب مسوولین او ځایي سرچینې وایي، چې په دې ولایتونو کې څلور ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب او مړه کړي دي.
لغمان کې د طالبانو د پولیسو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۲۴ د زمري) د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ «سرخکانو» سیمه کې د لامبو وهلو پر مهال درې ځوانان اوبو ډوب کړي، چې د دوو یې جسدونه پیدا شوي، خو یو یې لا تراوسه تری تم دی او د موندلو هڅې یې روانې دي.
د هغه په خبره یاد درې واړه ځوانان په اصل د کابل اوسېدونکي وو، چې لغمان ته د تفریح لپاره راغلي وو.
د دې ځوانانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
ورته مهال هلمند کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې تېره ورځ مازدیګر مهال یو ځوان هلمند سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې مړ شوی ځوان حکمت الله نومیده او ځایي خلکو یې جسد د څو ساعتونو هڅو وروسته له سیند را ایستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د معلوماتو له مخې، حکمت الله د لښکرګاه اوسېدونکی و او په ښار کې ښځینه جامې پلورلې.
هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر هېوادوال له لامبو وهلو سره د نه بلدتیا او یا هم ناسمو ځایونو کې د لامبو وهلو له کبله په اوبو کې لاهو کېږي.
دا لومړی ځل نهدی چې لغمان او هلمند کې د لامبو وهلو پر مهال خلک اوبه وړي، له دې وړاندې هم په دې او په نورو ولایتونو کې اوبو خلک ډوب کړي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.