اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې محبس کې یو ۲۶ کلن زنداني ځان وژنه کړې ده.
د وژل شوي ځوان یو خپلوان د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د لعل پراز په نامه یو ۲۶ کلن ځوان تېره ورځ (جمعه، ۲۴ د زمري) د ننګرهار په محبس کې ځان زندۍ کړې او مړ شوی دی.
د سرچینې په خبره نوموړی په اصل د نازیانو ولسوالۍ اوسېدونکی و او له نږدې یو کال راهیسې په محبس کې بندي و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې لعل پراز په دې وروستیو کې د زنداني کېدو له امله په رواني ناروغۍ اخته شوی و او له دې وړاندې یې هم څو ځلي په محبس کې د ځان وژنې ناکامې هڅې کړې وې.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د مسوولینو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره یې زمونږ اړیکه ځواب نه کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اطلاعات روز داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې د ننګرهار په محبس کې زندانیانو ته پاملرنه نه کېږي او زیاتره یې د خوړو، څښاک، پوښاک، د لازمو امکاناتو او پر وخت د قضیو د څېړنو له امله په رواني او نور بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.