close

ملګري ملتونه: افغان راستنیدونکو سره د مرستې لپاره بودیجه په ختمېدو ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، چې دوی افغانستان ته د راستانه شويو کډوالو لپاره د بیړنیو مرستو په چمتو کولو بوخت دي، خو بودیجه یې د پای ته رسېدو په حال کې ده.

دې بنسټ نن (یکشنبه، ۲۶ د زمري) ایکس کې پر خپله لیکلي، چې له ایران یا پاکستان څخه بحران ځپلي افغانستان ته راستنیدونکې کورنۍ په خپل هیواد کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د بیړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ایران د اسراییلو سره د جګړې راهیسې د افغان کډوالو ایستل زیات کړي دي. د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، چې تر اوسه پورې له ۱.۱ میلیون څخه ډیر بې اسناده کډوال افغانستان ته شړل شوي دي.

پاکستان هم د یو میلیون څخه زیاتو کډوالو د استوګنې موده نه ده غځولې، او دا کډوال د شړلو له خطر سره مخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا څلور میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د سیمه ییزې همکارۍ او بیړني نړیوال ملاتړ پرته د کډوالو د راستنیدو کړکیچ کولی شي په یوه پراخه بشري بحران بدل شي چې د افغانستان او هاخوا لپاره به سختې پایلې ولري.

دا مهال یو له جدي ستونزو څخه چې راستنیدونکي ورسره مخ دي د سرپناه نشتوالی دی. د ډله ییزې راستنیدو له پیل راهیسې، د افغانستان ښارونه د کورونو له کمښت سره مخ دي او کرایې ډیرې لوړې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې د پروګرام مشره سټیفاني لوز وايي، چې ډیری راستنیدونکي کډوال د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري.