close

ننګرهار کې یو ماشوم او یو ځوان اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دوو جلا سیمو کې د یو ماشوم په ګډون دوه کسان اوبو ډوب کړي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند محمد طیب حماد وایي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۵ د زمري) د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «درونټې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره په یاده پېښه کې د محمد یحیا په نوم یو ۱۰ کلن ماشوم د کورنۍ د بې احتیاطۍ له امله د کانال «نهر» ته لوېدلی او ژوند یې بایللی دی.

د ده په خبره دغه راز دویمه پېښه کې د درېیو خویندو یوازینی ورور د لامبو پر مهال له بهسودو پل اوبو وړی او لا تراوسه یې جسد نه دی موندل شوی.

حماد په ټینګار سره له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشونو او ځوانانو د پالنې او ساتنې لپار له غور کار واخلي چې ورته پېښې بیا تکرار نه‌شي.

له دې دوه ورځې وړاندې د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې هم درې ځوانان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي وو، چې له ډلې یې د دوو جسدونه پیدا شوي، خو یو لاهم تری تم دی.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم یوشمېر ولایتونو کې ماشومان او ځوانان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.