اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په پېج درې او څوکۍ ولسوالیو کې دوه ځوانان د سیند اوبو ډوب او مړه کړي دي.
یوې سرچینې وویل، چې دا ځوانان صدیق الله او محمدالرحمن نومېدل او نن (دوشنبه، ۲۷ د زمري) سهار مهال د پېج درې ولسوالۍ په دريښار کلي او د څوکۍ ولسوالۍ په بابړو سیمه کې د سیند اوبو له ځانه سره وړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په سیند کې د دې ځوانانو د ډوبیدو د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي .
سرچینه وایي، تر دا مهاله په اوبو کې د ډوب شويو ځوانانو جسدونه نه دي موندل شوي؛ خو د موندلو هڅې یې روانې دي.
د دغو پېښو په اړه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا په ختیځو ولایتونو کې د سیند په اوبو کې د لامبلو او نورو لاملونو له امله د ځوانانو د مړینې ګراف لوړ شوی چې د خلکو اندیښنې یې پارولې دي.