اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخ راستنیدو سره د بحران مخنیوي لپاره د نړيوالې ټولنې بېړنۍ او پراخې مرستې اړینې دي.
نوموړې د اسلامکلا له بندر لېدنه کړې، چېرته چې هره ورځ سلګونه کډوالې کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته راستنېږي او ویلي یې دي چې د ستنېدنې بهیر له ستړیا، رواني زیانونو او نامعلوم راتلونکي سره مل دی.
د هغې په وینا، چې ښځې او ماشومان د نورو په پرتله ډیر په خطر کې دي او خدماتو ته محدود لاسرسی لري.
د ملګرو ملتونو استازې د بیړني نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی، او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د ۱.۳ میلیونه کډوالو راستنېدل د افغانستان پر محدودو او نازکو ظرفیتونو دوه چنده فشار راوړي، په داسې حال کې چې ۷۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
اوتنبایوا خبرداری ورکړی چې مرستندویه سازمانونه او طالبان باید سترګې پټې نه کړي، ځکه چې «د نه اقدام بیه به د خلکو د ژوند د لهلاس ورکولو په کچه حساب شي».
دغه راز د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ هم وايي، چې دوی افغانستان ته راستنیدونکو کډوالو لپاره بیړنۍ مرستې چمتو کوي، خو بودیجه یې د ختمیدو په حال کې ده.
ایران د اسراییلو سره د جګړې راهیسې د افغان کډوالو ایستل زیات کړي دي. د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، چې تر اوسه پورې له ۱.۱ میلیون څخه ډیر بې اسناده کډوال افغانستان ته شړل شوي دي.
پاکستان هم د یو میلیون څخه زیاتو کډوالو د استوګنې موده نه ده غځولې، او دا کډوال د شړلو له خطر سره مخ دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا څلور میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان ویلي، چې د سیمه ییزې همکارۍ او بیړني نړیوال ملاتړ پرته د کډوالو د راستنیدو کړکیچ کولی شي په یوه پراخه بشري بحران بدل شي چې د افغانستان او هاخوا لپاره به سختې پایلې ولري.
دا مهال یو له جدي ستونزو څخه چې راستنیدونکي ورسره مخ دي د سرپناه نشتوالی دی. د ډله ییزې راستنیدو له پیل راهیسې، د افغانستان ښارونه د کورونو له کمښت سره مخ دي او کرایې ډیرې لوړې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې د پروګرام مشره سټیفاني لوز وايي، چې ډیری راستنیدونکي کډوال د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري.