close

کونړ کې د اسماني تندر لوېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د اسماني تندر پرېوتو له امله د یوې کورنۍ یو کس مړ او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې وویل، چې دا پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۲۶ د زمري) ناوخته د نورګل ولسوالۍ په «مزار» درې سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پیښه کې د ډاکټر اسدالله په نوم یو کس مړ او د هغه د کورنۍ پنځه نور غړي ټپیان شوي دي.

سرچینې د ټپي شویو کسانو د هویت په تړاو نور معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

سرچینه زیاتوي چې مړ شوي ډاکټر د مزار درې په روغتیايي مرکز کې دنده درلوده.

تر اوسه د دې پېښې په تړاو کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دي ویلي.

په وروستیو ورځو کې په ختیځو ولایتونو کې د طبیعي افتونو له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او نور درانه مالي زیانونه یې هم اړولي دي.