close
Photo: IRNA

د ایران د کورنیو چارو وزیر: د افغان وګړو غیر قانوني راتګ ۷۰ سلنه کم شوی دی

اطلاعات روز: د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې د پولو په تړلو سره ایران ته د افغان وګړو غیر قانوني راتګ ۷۰ سلنه کم شوی دی.

د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم، مومني نن (دوشنبه، ۲۷ د زمري) د تړل شویو پولو د لیدلو پر مهال وویل چې تر اوسه د دې طرحې ۱۳۰ کیلومیټره ساحه په بریالیتوب سره بشپړه شوې ده.

مومني ویلي چې د پولو له فزيکي تړلو سره-سره به له برېښنایي او اپتیکي امکاناتو او تجهیزاتو هم ګټه واخیستل شي.

ده ویلي: «د پولو د امنیت ټینګول ځانګړی ارزښت لري، د هغو بشپړ تړل به د بهرنیو وګړو له غیر قانوني راتګ او نشیي توکو سره په مبارزه کې مهم رول ولري.»

د ایران حکومت د افغان وګړو په وړاندې د پولو د تړلو تر څنګ له ایران څخه افغان کډوال هم وباسي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وایي چې د سږ کال له لومړیو څخه بیا تر اوسه یو میلیون او ۲۰۰ زره غیر قانوني افغان وګړي بیرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.

د ده په وینا، په لومړي سر کې شاوخوا دوه میلیون افغان وګړي ستنول کېږي.

ده مشهد ته د سفر پر مهال وویل: «په ایران کې تر شپږ میلیون زیات افغان وګړي مېشت دي او د دې کال تر پایه پورې د دوو میلیون وګړو د ستنېدو اټکل کېږي.»

په عین مهال کې له پاکستان څخه هم د افغان وګړو راتګ دوام لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) رییسې رزا اوتنبایوا خبرداری ورکړی چې د کډوالو د پراخ راتګ له امله د کړکېچ د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې بېړنیو او پراخو مرستو ته اړتیا لري.

دې ویلي چې د کډوالو راتګ د هیواد پر محدود او ماتې سره مخ ظرفیت باندې چې له وړاندې یې ۷۰ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي، فشار دوه ګونی کړی دی.

اوتنبایوا خبرداری ورکړی چې ملاتړي سازمانونه او طالبان دې سترګې نه پټوي، ځکه چې «د اقدام نه کولو بیه به د خلګو د ژوند بایلل وي».

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د وروستیو دوو کلونو پر مهال له ایران او پاکستان څخه شاوخوا څلور میلیون وګړي راستانه کړل شوي دي.

دې سازمان ویلي چې د سیمې او نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته د کډوالو د راستنېدو کړکېچ کولای شي چې د افغانستان او تر دې هاخوا سیمې یو انساني کړکېچ رامنځ ته کړي چې پایلې به یې خطرناکې وي.