اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې له پېښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي ادارې ورکړی چې په کابل، کاپیسا، پروان، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو کې د تېرو دوو ورځو پر مهال د سیلابونو د راوتلو او ورښتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې څلور تنه مړه شوي، یو تن ژوبل شوی او پراخ مالي زیانونه رسېدلي دي.
له پېښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي ادارې لپاره د طالبانو ویاند محمد یوسف حماد خبر ورکړی چې د ولایتي ریاستونو د لومړنیو راپورونو پر بنسټ په یادو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۱ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۴۶ کورونه په نسبي توګه زیانمن شوي دي.
همدا راز نوموړي د اوښتو سیلابونو په لړ کې د کوم مشخص ولایت له یادولو پرته خبر ورکړی چې په یادو ولایتونو کې ۲ دوکانونه په نسبي توګه تخریب شوي، ۱۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۳۵ جریبه باغونه، ۱۶ کیلومتره سړک، ۲ پلونه او پلچکونه، ۱۰۰ تختي سولر پینلونه، ۱۷۰۰ ونې، ۲۱ د اوبو بوشکې او کانالونه زیانمن شوي دي.
نوموړي نه ده جوړه کړې چې مشخصا په کومو ولایتونو کې خلګو ته ځاني مرګ ژوبله اوښتې.
بل لور ته له لغمان څخه د طالبانو چارواکو خبر ورکړی چې د دې ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې یو تن سیلاب وړی او مړ شوی دی او همدا راز یې په دې ولایت کې د دوو نورو کسانو د ژوبلېدو خبر هم ورکړی دی.
له پېښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي ادارې لپاره د طالبانو ویاند همداراز ویلي چې د سیلابونو او ورښتونو له امله په ټولیزه توګه ۳۵۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
په ورته مهال کې ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «سبزاباد» سیمه کې د سیلاب له امله بند پاتې ۳۷ کسان د ولسي وګړو په مرسته ژغورل شوي دي.
خبرپاڼه کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
بلخوا د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د ختیځ د ځېنو ولایتونو په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.