close

نورستان کې د سیند اوبو ته د یو بار وړونکی موټر لوېدو له کبله موټر چلوونکی مړ شوی

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د سیند اوبو ته د یو «ششپای» موټر د غورځېدو له کبله موټر چلوونکی مړ شوی دی.

سرچینه وایي، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۷ د زمري) له ماسپښین وروسته د کامدېش ولسوالۍ په «ګوهردېش» سیمه کې را منځته شوې.

سرچینه زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې موټر چلوونکي غوښتل په دې موټر کې بار خوراکي او غیر خوراکي توکي برګمټال ولسوالۍ ته ولېږدوي چې د سړک د خرابوالي له امله د سیند اوبو ته غورځېدلی دی.

د سرچینې په خبره، په دې موټر کې ټول توکي په اوبو کې لاهو او له منځه تللي دي.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم هم دا پېښه تایید کړې ده.

نورستان د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې مرکز پارون او ولسوالیو ته غځېدلې لارې یې خامه دي چې له امله یې ډېری مهال ورته ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او ډیر کله سپرلۍ ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم رسېږي.