close

ننګرهار کې «ناپېژانده وسله‌والو» یو پخوانی نظامي افسر وژلی

طلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې «ناپېژانده وسله‌والو» د تېر حکومت د ملي اردو یو افسر په ډزو وژلی دی.

د وژل شوي ځوان یو خپلوان د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د ملي اردو دغه افسر نیک محمد نومیده او وړمه شپه (یکشنبه، ۲۶ د زمري) د حصارک ولسوالي په «کوز اسیاب» کلي کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې وسله‌وال د یاد افسر له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د هغه په خبره نوموړي د تېر حکومت پر مهال په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د یو افسر په توګه کلونه دنده کړې وه او د حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې بې روزګاره و او هیڅ دنده یې نه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۷ پخواني نظامیان وژل شوي او دغه راز په دې موده کې اته پخواني نظامیان په خپلسرې توګه نیول شوي او درې یې شکنجه شوي دي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کېدو ورسته د پخواني نظام پوځیان په نښه کېږي، تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې پخواني پوځیان نیول شوي او وژل شوي دي.