اطلاعات روز: ټاکل شوې ده چې نن (چهارشنبه، ۲۹ د زمري) د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران په کابل کې یوه درې اړخیزه غونډه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې د درو هیوادونو تر منځ د همکارۍ د زیاتوالي په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، سیمهییز نښلون او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو به خبرې وشي.
د دې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ټاکل شوې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار به د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه دوه اړخیزه غونډه کې هم وویني او د دوه اړخیزو مسایلو په اړه به ورسره خبرې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان کړی و چې د درو اړخونو په دې پرلپسې شپږمه غونډه کې به د درو سرو هیوادونو تر منځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په تړاو خبرې وشي.
دې وزارت ویلي: «تمه ده چې د دې غونډې ګډونوال به د راتلونکو اړیکو په تړاو د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او هر اړخیزې همکارۍ پر اساس له یوه-بل سره د نظریاتو تبادله وکړي.»
پاکستان او چین له یوه-بل سره نژدې اړیکې لري.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته دا د اسحاق ډار درېیم سفر دی. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیي هم تر دې وړاندې کابل ته سفر کړی دی.
پاکستان تازه د چین په منځګړیتوب له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړې دي. د پاکستان او طالبانو اړیکې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت له امله ترینګلې وې.
د اسلام اباد او کابل تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د کېدونکو هڅو تر څنګ، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې پاکستان د طالبانو د مخالفینو د یوې غونډې کوربتوب وکړي.
طالب چارواکو پرون په خپلو ویناوو کې دې غونډې ته غیر مستقیمه اشاره وکړه او د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو یې وغوښتل چې د دې هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. دوی ټینګار کاوه چې نورو هیوادونو ته بدې ادارې نه لري.