close
Photo: @FitratHamd

د چین د بهرنیو چارو وزیر: طالبان دې زموږ امنیتي اندیښنې درک کړي

اطلاعات روز: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي د طالبانو له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره په لیدنه کې ویلي چې هیله کېږي دا ډله په امنیتي برخه کې د دې هیواد اندیښنې درک کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر نن (چهارشنبه، ۲۹ د زمري) له طالبانو او پاکستان سره د یوې درې اړخیزې غونډې لپاره کابل ته راغلی او د طالبانو له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي.

د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر له اعلامیې سره سم، وانګ‌یي هیله ښوولې چې طالبان به د چین امنیتي اندېښنو ته ځانګړی پام کوي.

له دې اعلامیې سره سم، د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دواړو هیوادونو تر منځ ښه امنیتي همکاري، د افغانستان د ودې لپاره غوره زمینه برابروي.

چین په افغانستان کې د «د ترکستان د اسلامي غورځنګ» د غړو د حضور په تړاو اندېښنه لري. دا غورځنګ له اویغور وګړو جوړ دی او چین دا یو ترهګر سازمان او د خپل ملي امنیت لپاره یو ګواښ ګڼي.

د طالبانو لومړي وزیر د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې دا هیواد او افغانستان «ښه او پخواني» دوستان دي.

ده د چین د موقف مننه کړې چې په نړیوالو چارو کې د طالبانو ملاتړ کوي او د دې د دوام غوښتنه یې کړې ده.

چین پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له دې ډلې پراخ سیاسي او اقتصادي تعاملات لري، مګر تر اوسه یې لا د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دا پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کابل ته د وانګ‌یي دویم سفر دی. ده د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو کې هم کابل ته سفر کړی و او له لوړپوړو طالب چارواکو سره یې کتلي و.