close
Photo: MFAIran

عراقچي: طالبانو د افغان شیعه وګړو حقونه نه دې رعایت کړي

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې طالبانو په وروستیو څلورو کلونو کې د افغانستان د شیعه وګړو امنیت ساتلی دی خو د هغوی حقونه یې نه دې رعایت کړي.

ښاغلي عراقچي دا څرګندونې پرون (چهارشنبه، ۲۹ د زمري) د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) ته کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي چې دا هیواد له طالبانو سره له نژدې همکاري لري، خو لا هم په افغانستان کې د دې ډلې د حکومت رسمیت پېژندنې ته وخت شته.

عراقچي همدا راز ادعا کړې ده چې د وروستیو څلورو کلونو پر مهال د ایران د پولو امنیت تر پخوا ښه و او طالبانو په افغانستان کې «ښه» امنیت راوستلی دی.

ده همدارنګه ویلي چې د افغانستان له سیندونو د ایران د حقابې وضعیت د طالبانو په وخت کې ښه شوی دی، مګر لا هم هیواد تمه نه ده پوره شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دې هیواد او طالبانو تر منځ ډیپلوماټیکې اړیکې دوام لري او «اوس مهال د ګاونډیتوب پر اساس د همکارۍ کچه د منلو وړ ده».

ایران د وروستیو څلورو کلونو پر مهال له طالبانو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او افغانستان ته د توکو لوی صادروونکی دی.

مګر په عین مهال کې دواړو لورو د حقابې او سرحدی مسایلو پر سر وخت پر وخت ترینګلتیاوې درلودې او څو ځله یې ځواکونه پر سرحدي کرښه سره نښتي هم دي.