اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب مسوولین وایي چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحېې اړوند «رینګ روډ» سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې دطالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایې چې پېښه نن (چهارشنبه، ۲۹ د زمري) غرمه شاوخوا دوولس نیمې بجې په یاده سیمه کې د «الټو» او «سوزکي» موټرو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د حماد په وینا ټپيان یې پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولي چې ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
د هغه په خبره، پېښه د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نهمراعتولو له امله رامنځته شوې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د هرات – اسلام کلا پر لویه لاره د یو مسافر وړنکي بس او باروړنکي موټر ترمنځ د ترافیکي پېښې پرمهال ۷۹ کسان مړه شوي.
راپورونه وایي چې دې مسافر وړونکي بس موټر له ایران راستانه شوي کډوال کابل ته انتقالول.